چين له فيليپين څخه د ۹۷۰۱ نمبر بېړۍ د ايستلو غوښتنه کړې
CMG2024/08/30 11:10:52
شريکول:

 

د چين د سمندري پوليسو ادارې وياند ګان يو د اګست په ۲۸مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د فيليپين (H-145) ډوله چورلکې له هوا څخه د فيليپين د سمندري پوليسو ۹۷۰۱ نمبر بېړۍ ته مالونه ښکته کړي دي.

نوموړي ويلي، دغه بېړۍ په غير قانوني توګه د چين د نان شا ټاپوګانو په شيانبين جياو کې ولاړه ده او په خبره یې، د چين سمندري پوليس ياد بهير څاري او د مقرراتو له مخې يې ورته ځوابي اقدامات نيولي دي.

د ګان يو په ټکو، فيليپين په دې وروستيو کې د بشر دوستۍ په پلمه خطرناک او د تيري عمليات ترسره کوي، د چين د خاورې پر ملي حاکميت تیری او د جنوبي سمندرګي د مختلفو خواوو له ګډې اعلاميې څخه سرغړونې کوي او د سيمې سولې او ثبات ته يې سخت زيانونه رسولي دي.

ګان يو فيليپين ته خبرداری ورکړی، چې سمدلاسه له خطرناکو کړنو او پروپاګنډ څخه لاس واخلي او له سربینا پرښې څخه دې خپله بېړۍ وباسي.

نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې چين د شيانبين جياو په شمول پر نان شا ټاپوګانو او شاو خوا سمندري سيمې حاکميت لري او سمندري پوليس يې د ځمکني حاکميت او سمندري حقونو د ساتلو لپاره پوره چمتو دي.