د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وياند د اګست په ۳۰مه نېټه په جينوا کې په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې د دغه سازمان مرکزي اضطراري صندوق د افريقا، امريکا او اسيا لویو وچو ۱۰ هېوادونو د بېړنیو بشري مرستو لپاره ۱۰۰ ميليونه ډالره تخصيص کړي څو یادو چارو ته ټاکل شوې بودجه له کمښت سره مخ نشي.
نوموړي زياته کړه، دغه پيسي به په يمن او اتوپيا کې د لوږې، ناروغیو او اقليمي ناورين د حلولو لپاره وکارول شي او نور پيسي به د ميانمار، مالي او بورکينافاسو په شمول له ۸ هېوادونو سره عمده مرستې وکړي.