په ونزويلا کې په لویه کچه د برېښنا پرچاوي رامنځته شوې
CMG2024/08/31 15:17:07
شريکول:

په ټوله ونزویلا کې د اګست په ۳۰مه نېټه د برېښنا پرچاوي رامنځته شوې ده.

پرځايي وخت د اګست د ۳۰مې نېټې د ماسپښين تر ۵ بجو پورې، د دغه هېواد د پلازمېنې کاراکاس په شمول لږ تر لږه ۸ لويو ښارونو کې برېښنا بېرته فعاله شوې ده.

د ونزويلا د مطبوعاتو او مخابراتو وزير په ټولنيزو رسنيو کې ويلي، د همدې ورځې سهار له ۴ بجو او ۵۰ دقيقو راهيسې، د دغه هېواد د کاراکاس او نورو ۲۳ ايالتونو د برېښنا مزي غوڅ شوي.

د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير په همدې ورځ په ټولنيزو رسنيو کې ويلي، چې په ولسمشریزو ټولټاکنو کې ناکامې ډلې د هېواد پر برېښنا سيسټم بريد کړی او خلکو ته يې زيانونه اړولي دي.