د مرکزي افريقا ولسمشر فاوستين ارچنګ تواديرا په پلازمېنه بانګويي کې د چين مېډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه وکړه.
تواديرا په مرکه کې ويلي، چې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز ځايي خلکو ته ګټې رسولي دي.
نوموړي زياته کړه، د چين او افريقا هېوادونو تر منځ دوستانه همکارۍ ګڼ شمېر افريقايي هېوادونو ته رښتینې ګټې رسوي.
نوموړي د چيني شکله عصري کېدو په اړه ويلي، د چين لخوا ترلاسه شوي لاسته راوړنې ډېرې سترې او د پام وړ دي.
نوموړي هم د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم نوې سرمشريزې غونډې ته سترګې په لار دی.