د روسيې پر بيلوګوروډي ايالت د اوکراين بريدونو له امله ۵ تنه وژل شوي
CMG2024/08/31 10:55:51
شريکول:

د روسيې د بيلوګوروډي ايالت والي ګلاډکوف د اګست په ۳۰مه نېټه وويل، په همدې ورځ پر دغه ايالت د اوکراين لخوا بريدونه شوي، چې له امله يې ۵ تنه وژل شوي او ۳۷ تنه نور ټپيان دي.

نوموړي په ټولنيزو رسنيو کې ويلي، چې د نوموړو بریدونو له امله د يوې ښځې په شمول ۵ کسان وژل شوي او د ۶ ماشومانو په ګډون ۳۷ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.