اسرائيلي پوځ د اردن سيند پر لوېديځې غاړې د پوځي عملياتو په ترڅ کې ۲۰ فلسطينيان وژلي
CMG2024/08/31 10:53:45
شريکول:

د فلسطين روغتيا وزارت د اګست په ۳۰مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې اسرائيلي پوځ د روانې اګست مياشتې له ۲۸مې نېټې راهيسې د اردن سيند پر لوېديځې غاړې د پوځي عملياتو په ترڅ کې ۲۰ فلسطينيان وژلي دي.

حماس د روانې مياشتې په ۳۰مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې اسرائيلې ځواکونو اوس په عمده توګه د اردن سيند پر لوېديځ غاړې په جنين ښار کې پوځي عمليات تر سره کوي. سربېره پر دې د حماس ځواکونو په همدې ورځ له اسرائيلي پوځ سره کلکې نښتې هم کړې دي.