ارمنستان آذربایجان ته د سولې تړون د لاسلیک لپاره نوی وړاندیز کړی
CMG2024/09/01 10:51:46
شريکول:

 د ارمنستان صدراعظم پاشینیان د اګست په ۳۱مه نېټه وویل چې هېواد يې د روانې میاشتې په ۳۰مه نېټه د سولې د تړون د لاسلیکولو لپاره آذربایجان ته یو نوی وړاندیز کړی دی. د دې وړاندیز له مخې، د توافق شويو شرطونو پر اساس به د سولې تړون لاسلیک شي او پاتې مسایل به وڅېړل شي.

پاشینیان د دې امکان هم رد نه کړ چې د سولې تړون له لاسلیک وروسته به دواړه هېوادونه ډيپلوماټيکې اړیکې جوړې کړي. هغه همدارنګه وړاندیز وکړ چې د آذربایجان له ولسمشر الهام علی اف سره خبرې اترې وکړي.