د اوکراين هوايي پوځ د اګست په ۳۱مه نېټه په ټولنيزو رسنيو کې ويلي، د روسيې پوځ د همدې ورځې په سهار وختي د دغه هېواد پر ځينو ايالتونو بريدونه کړي دي.
د روسيې دفاع وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې روسيې په کورسک ايالت کې د اوکراين د پوځ شپږ بریدونه شنډ کړل.
د اوکراين په پلازمېنه کيف کې د همدې ورځې په سهار وختې څو ځلې د هوايي دفاع خطر زنګونه کړنګول شوي دي.
د کيف ښار پوځي ادارې په همدې ورځ په ټولنيزو رسنيو کې خبر ورکړ، چې کيف د نوموړو بريدونو له اصلي هدفونو څخه دی.