د فلسطين خبري اژانس د اګست په ۳۱مه نېټه خبر ورکړ، چې د اسرائيل ځواکونو په همدې ورځ د غزې پر زياتو ځايونو بمبارۍ کړې دي، چې له امله يې ۲۹ فلسطينيان وژل شوي دي.
خبر وايي، چې د اسرائيلي ځواکونو د بمباريو له امله د غزې په شمال کې ۷ تنه او د غزې په مرکز کې ۱۷ تنه وژل شوي دي. بر سېره پر دې، د غزې پر جنوب د اسراییلي ځواکونو په بمباریو کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي.