د آرام سمندر د ټاپووګانو هېوادونو د مشرانو ۵۳مه غونډه د اګست په ۳۰مه نېټه د تونګا په پلازمېنه نوکوالوفا کې تر سره شوې. د غونډې ګډونوالو مشرانو اقليمي بدلون او مالي تامین د دغې غونډې مهم موضوعات بللي او غوښتنه يې کړې، چې د سمندر اوبو د پورته کېدو موضوع بايد د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د بحث په اجنډا کې شامله شي.
د آرام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو مشرانو د یادې غونډې له پای ته رسېدو وروسته يوه ګډه اعلاميه خپره کړې او دې ته يې پکې اشاره کړې چې اقليمي بدلون او دومدار پرمختګ لا هم د دې سيمې په کاري لومړیتوب کې شامل دی او غوښتنه يې کړې، چې د سمندر اوبو پورته کېدو موضوع بايد د يوې خپلواکې مسئلې په توګه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په مباحثوي اجنډا او د ملګرو ملتونو په نورو اړوندو چارو کې شاملېږي.