د ۲۰۲۴م کال لپاره د چين او افريقا د همکاريز فورم سرمشريزه به جوړه شي او په داسې حال کې د چين ميډيا ګروپ په کوربه توب د «افريقا همکاران» په نوم د رسنيو فعاليت د اګست په ۳۱مې نېټې په بېجينګ کې تر سره شو. د چين او څه باندې ۲۰ افريقايي هېوادونو د نړيوالو سازمانونو، خبري رسنيو او فکري مرکزونو په شمول د بېلا بېلو برخو له ۲۰۰ تنو زياتو استازو په ياد فعاليت کې ګډون درلودلی.
د يوګانډا ولسمشر يوويري کاګوټا موسويني دغه فعاليت ته وينا کې چين د افريقا مهم همکار بللی او په دې مناسبت يې د چين ميډيا ګروپ ستايلی، چې د سرمشريزې پر مهال به مختلف فعاليتونه جوړ کړي.
د مرکزي افريقا جمهوريت ولسمشر فاوسټين ارچنګ تواډيرا په دغه فعاليت کې ويلي، هيله لري چې د سرمشريزې پر مهال د چين ميډيا ګروپ له خوا بېلا بېل کلتوري فعاليتونه په بريالۍ توګه تر سره شي.
د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ په دغه فعاليت کې ويلي، چې د چين ميډيا ګروپ به له خپلو افريقايي همکارانو سره د فرهنګ ساتنې، پرمختګ او تبادلې، د عصري کېدو د ابادۍ او په لوړه کچه د چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنې د تاسيس لپاره په ګډه هڅې وکړي او نړۍ ته به د عدالت غږ، د پرمختګ لارې چارې او د تمدنونو ښکلا وښيي او د نړيوالې همکارۍ نوې پاڼه به واړوي.