ترکي ځواکونو په عراق او سوريه کې ۱۷ کردي وسله وال وژلي
CMG2024/09/02 10:46:12
شريکول:

د ترکيې دفاع وزارت د سپتمبر په لومړۍ نېټې يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو يې په دې وروستيو کې د عراق او سوريې په شمالي برخو کې پر کردي وسله والو عمليات کړي او ۱۷ وسله وال يې وژلي دي.

اعلاميه وايي، ترکي ځواکونو په دې وروستيو کې پر کردي وسله والو څو څو ځلې عمليات ترسره کړي او د عراق او سوريې په شمالي برخو کې يې په جلا جلا توګه ۱۵ او ۲ کردي وسله وال وژلي دي.

ترکي ځواکونو له تېرو څو کلونو راهيسې د ترکيې د جنوب ختيځې سرحدي سيمې د امنيت لپاره له خپلې خاورې څخه بهر د عراق او سوريې په شمالي غريزو سيمو کې پر ځايي کردي وسله والو بريدونه کړي دي.