د امريکا په هاوايي کې د ډزو له امله ۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
CMG2024/09/02 10:46:13
شريکول:

د امريکا پوليسو د سپتمبر په لومړۍ نېټې خبر ورکړی، چې د هاوايي ايالت په واهو ټاپو کې د اګست د ۳۱مې نېټې په شپه د ډزو پېښه شوې، چې له امله يې د بريدګر په شمول ۴ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

د ځايي پوليسو د خبر له مخې، پوليس د اړوند راپور د ترلاسه کولو تر ۱۵ دقيقو وروسته د پېښې ځای ته رسېدلي او د بريد ګر په شمول د ۳ کسانو جسدونه يې موندلي او ۳ ټپيان يې روغتون ته لېږدولي دي.

مالومات ښيي، چې يوه ټپي په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.