د اذربايجان واکمن ګوند په پارلماني ټاکنو کې اکثريت خپل کړی
CMG2024/09/02 10:50:10
شريکول:

د اذربايجان پارلماني ټاکنې د سپتمبر په لومړۍ نېټې ترسره شوې او د ټاکنو مرکزي کمېسیون یې د سپتمبر د دوهمې نېټې په سهار وختي پایله خپره کړې، چې له مخې يې، واکمن ګوند يعنې نوی اذربايجان ګوند په رايګيرۍ کې بريالی شوی او د پارلمان زياتره څوکۍ يې ګټلې دي.

د اذربايجان د ټاکنو مرکزي کمېسيون مشر پاناخوف خبر ورکړی، چې په ټول هېواد کې د رايې اچونې د ۵۸۹۵ مرکزونو د رايو ٪۹۱ احصائيه ښيي، چې نوي اذربايجان ګوند د پارلمان په ۱۲۵ څوکيو کې لږ تر لږه ۶۸ څوکۍ ګټلي دي.

د اذربایجان ۳۷،۲۷٪ خلکو په پارلماني ټاکنو کې رايې ورکړې دي.