د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۲مې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د مالي له ولسمشر اسيمي ګويتا سره ليدلي او په ګډه يې اعلان کړی، چې د چين او مالي اړيکې به ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته پورته کړي.
شي جين پينګ له نوموړي سره په لېدنې کې ويلي، چې د چين او مالي ترمنځ دوستي اوږد تاريخ لري او هېواد یې له مالي څخه ټينګ ملاتړ کوي، چې د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره کار وکړي.
نوموړي ويلي، چين د خپل راتلونکي د ټاکلو په برخه کې له افريقايانو څخه ټينګ ملاتړ کوي او د مالي په شمول له افريقايي هېوادونو سره به د متقابل درناوي اړيکې پرمخ بوځي او له ټولو افریقايي هېوادونو څخه ملاتړ کوي، چې خپل وضيعت سره سمه عصري لاره وټاکي.
اسيمي ګويتا ويلي، چې مالي او چين د وروڼو په څېر چلند کوي او خپلمنځي دوستي او همکارۍ پرمخ بیايي.
نوموړي له چين څخه مننه کړې، چې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې يې له مالي سره مرستې کړي او هيله يې ښودلې، چې خپلمنځي دوستي ورسره نوره هم ټينګه کړي، خپلمنځي ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته پرمختګ ورکړي او د کرنې، انرژۍ او امنيت په برخو کې ورسره همکارۍ ژورې وکړي.