شي جين پينګ د کمورو له ولسمشرعزلي عثماني سره وليدل
CMG2024/09/02 17:01:44
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د دوهمې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې د کمورو له ولسمشر عزلي عثماني سره ليدلي او د چين او کمورو ترمنځ اړيکې يې هراړخيزې ستراتيژيکې ملګرتيا ته لوړې کړې دي.

شي جين پينګ ويلي، چين لومړی هېواد و، چې کومورو يې په رسميت وپېژانده او ډيپلوماتيکې اړيکې یې ورسره ټينګې کړې او راتلونکی کال به يې د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۵۰مې کليزې سره برابر وي.

نوموړي ويلي، دواړو هېوادونو په سياست کې يو د بل ټينګ ملاتړ کړی، په بېلا بېلو برخو کې همکاريزې لاسته راوړنې لري او د لوی او کوچني هېواد ترمنځ د برابر چلند، يووالي او همکاريو نمونه يې جوړه کړې ده.

شي جين پينګ زياته کړې، چين به له کمورو سره د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې همکارۍ وکړي، د ملاريا د چټک مخنيوي پروژې د تطبيق لپاره به ورسره همکاريو ته دوام ورکړي او د دغې سرمشريزې په رڼا کې به ورسره د اقتصاد، سوداګرۍ، بنسټيزو تاسيساتو، کب نيوونکو چارو او اقليمي بدلون په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي.