د ايران د وسله وال پوځ د لوى درستيز ریاست د سپتمبر په لومړۍ نېټې د مخکيني ولسمشر ابراهيم رئيسي او نورو چارواکو د الوتکې د غورځېدو پېښې په اړه د پلټنې راپور خپور کړی دی.
په راپور کې د چورلکې د لوېدو اصلي لامل د ډېرو لړو په شمول د هوا خرابوالی ښودل شوی دی.
د ایران د اسلامی جمهوریت خبري اژانس ويلي، چې یاد راپور د پخوانۍ پلټنې پایله ثابته کړه، چې د ولسمشر چورلکه د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د هوا د خرابوالي له امله غورځېدلې ده.