شي جین پینګ د جیبوتي له ولسمشر سره وکتل
CMG2024/09/02 16:51:18
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په دوهمې نېټې د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د جيبوتي له ولسمشر اسمعيل عمر ګوېلا سره کتلي او د دواړو هېواد پر اړيکو ورسره غږيدلی دی.

ولسمشر اسمعيل عمر د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې کې د ګډون په موخه چين ته تللی دی.

دواړو سیالانو په ګډه اعلان کړی، چې د چين او جیبوتي اړيکې به هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته پورته کړي.

شي جین پینګ ویلي، ولسمشر اسمعيل عمر د چین او افریقا د همکارۍ فورم ټولو سرمشریزو کې ګډون کړی او د دغه فورم د جوړولو او ابادولو شاهد پاتې شوی دی.

نوموړي د ولسمشر اسمعيل عمر چارې ستایلي او ويلي يې دي، چې هغه به د سرمشريزې د برياليتوب په پار له نوموړي سره نږدې کار وکړي.

سږ کال د چين او جیبوتي ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۴۵مې کاليزې سره برابر دی.

شي جين پينګ ويلي، چين او جيبوتي په تېرو ۴۵ کلونو کې خپلمنځي همکارۍ ښې پرمخ وړي او د پرمختیايي هېوادونو ترمنځ د همکاریو بېلګه يې جوړه کړې ده.

نوموړي ويلي، چين له جیبوتي څخه ملاتړ کوي، چې د چين تجربو څخه ګټې واخلي، ګډې ګټې ولټوي او په سولې کې د ګډ ژوند د دریځ مهمې اجماع ته دوام ورکړي، څو ډېرې پايلې ترلاسه کړي.

ولسمشر اسمعيل عمر ويلي، د جیبوتي او چين ترمنځ پر رسمي اړيکو ۴۵ کاله اوښتي او خپلمنځي اړيکې یې د چټک پرمختګ حال کې دي.

نوموړي د جيبوتي د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخه کې د چين د ارزښتناکو مرستو مننه کړې او په اوسنيو نړيوالو او سيمه ييزو حالاتو کې يې له چين سره د اړيکو او همغږۍ پياوړتيا هيله ښودلې او په خبره یې، جیبوتي به د سيمه ييز امنيت او پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

ولسمشر اسمعيل باور ښودلی، چې د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزه به په برياليتوب ترسره شي او د افريقايي هېوادونو د پرمختګ لپاره به لا زياتې لارې پرانيزي.

د مالوماتو له مخې، چين او جیبوتي د يادې سرمشريزې په ترڅ کې د اقتصاد، سوداګرۍ، فضايي چارو او نورو برخو کې د همکارۍ سندونه هم لاسليک کړي دي. د سندونو د لاسليک په مراسمو کې د چين بهرنيو چارو وزیر وانګ يي هم ګډون کړی و.