په اسرائيل کې د سپتمبر په لومړۍ نېټې پراخ لاريونونه شوي او زيات شمېر ولسي وګړو له خپل حکومت او حماس څخه د اوربند او په غزې کې د يرغملو اسرائيليانو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.
په تل ابیب او بيت المقدس کې مظاهره کوونکو د اوربند نارې او شعارونه ورکول او د یرغملو کسانو عکسونه يې پورته کړي وو.
د اسرائيل خبري رسنيو د خبر له مخې، د سپتمبر په لومړۍ نېټې کابو ۷ لکو اسرائيليانو په لاريونونو کې ګډون کړی و.
د اسرائيل پوليسو په يوې اعلاميې کې ويلي، چې يو شمېر مظاهره کوونکي يې شړلي او لږ تر لږه ۱۲ لاريونوال یې نيولي دي.
( سپوږمۍ)