شاوخوا ۵ لکو کسانو د چين جوړې(C919) مسافر وړونکو الوتکو کې سفرونه کړي
CMG2024/09/02 10:23:22
شريکول:

د چين جوړې (C919) مسافر وړونکې الوتکې د ۲۰۲۳ کال د مې په ۲۸مې نېټې رسماً الوتنې پيل کړې او تر اوسه پورې يې په ۲۷۰۰ الوتنو کې شاوخوا ۵ سوه زره کسان وړي او ۱۰ زره ساعته مزل یې کړی دی.

د چين ختيځ هوايي شرکت (CHINA EASTERN AIRLINES) د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۹مې نېټې لومړۍ (C919) الوتکه واخېسته او تر اوسه پورې يې د ۵ پروازونو لپاره ۷ ورته ډول الوتکې کارولې دي.