جنوبي افريقا د چين او هند د سيلانيانو د راجلبولو په موخه نوي تدبيرونه اعلانوي
CGTN2024/09/03 10:16:38
شريکول:

د جنوبي افريقا کورنيو چارو وزارت د سپتمبر په ۲مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې هېواد به يې د چين او هند د  سيلانيانو  د راجلبلو په پار د ويزې چټک او اسان خدمتونه اعلان کړي.

په اعلاميې کې د نويو تدبیرونو موخه د چيني او هندي سيلانيانو راجلبول ښودل شوي او له چيني او هندي سيلانيزو شرکتونو يې غوښتي، چې د جنوبي افريقا کورنيو چارو وزارت کې نومونه ثبت کړي.

اعلاميه وايي، سيلانیز شرکتونه به د سيلانيانو اړوند مسئوليت پر غاړه اخلي او د جنوبي افريقا د کورنيو چارو وزارت به د يادو شرکتونو د ډله ييزو ويزو غوښتنليکونه تصويبوي.

اعلاميه زياتوي، یاد نوي تدبیرونه به د ۲۰۲۵م کال له جنورۍ څخه پلي شي او د افريقا کورنيو چارو وزارت به يې په تړاو نور جزيات خپاره کړي.