شي جين پينګ د افريقايي ټولنې د کمېټې له مشر موسی فاکي سره وکتل
CMG2024/09/03 15:46:30
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د درېيمې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې د افريقايي ټولنې د کمېټې له مشر موسی فاکي محمد سره کتلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو ورسره غږیدلی دی.

موسی فاکي د چين او افريقا د همکاريز فورم په سرمشريزې کې د ګډون لپاره بېجينګ ته تللی دی.

 شي جين پينګ له نوموړي سره په کتنې کې ويلي، بېجينګ د چين او افريقا ترمنځ په دوستۍ او همکاريو کې د افريقايي ټولنې د رول ملاتړ کوي او غواړي د چين او افريقا د همکاريز فورم د سرمشريزې په رڼا کې د دواړو خواوو د مختلفو همکاريو لاسته راوړنې زياتې کړي او د ګډ برخليک ټولنه يې نوي پړاو ته ورسوي.

فاکي ويلي، چې افريقا د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار او د مرکزي ګټو د خونديتوب په پار د چين د هڅو ټينګ ملاتړ کوي. نوموړي هيله ښودلې، چې چين د مهم لارښوونکي رول لوبولو ته دوام ورکړي او د افريقا د عصري کېدو او نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره لا نور خدمتونه وکړي.