بريتانيې اسرائيل ته د ځینو وسلو صادراتي جوازونه وځنډول
CMG2024/09/03 10:37:45
شريکول:

د بريتانيې بهرنيو چارو وزير ډاوید لامي د سپتمبر په دوهمې نېټې اسرائيل ته د ځينو وسلو صادراتي جوازونه ځنډولي دي.

نوموړي په همدې ورځ د پارلمان په عوامو مجلس کې اسرائيل ته د وسلو صادراتي جوازونو د تګلارې په اړه ويلي، چې هغه له ارزونو وروسته دغه نظر ته رسیدلی، چې اسرائيل ته د ځينو پوځي تولیداتو صادرول يې ښايي ننګونې راپورته کړي او وسلي او توليدات يې د بشردوستۍ ضد استعمال شي.

 نوموړي ويلي، بريتانيا به سمدلاسه اسرائيل ته د وسلو په ۳۵۰ صادراتي جوازونو کې ۳۰ هغه جوازونه وځنډوي، چې د جنګي الوتکو، چورلکو او بې پېلوټه الوتکو په شمول د پوځي الوتکو پرزو پسې تړاو لري.