چین ته په دوبنۍ رخصتۍ کې خلکو ۱۱۰ ميليونه ځلې تګ راتګ کړی
CMG2024/09/03 16:01:49
شريکول:

په دې وروستيو کې چين ته له وېزې پرته د بهرنیو سیلانيانو تګ ډېر شوی او په تېرې دوبنۍ رخصتۍ کې يې شمېر خورا زیات شوی دی.

 د چين د کډوالۍ ملي ادارې د سپتمبر په درېیمې نېټې خبر ورکړی، چې په تېرو دوو مياشتو کې دغه هېواد ته د خلکو د تګ راتګ شمېر ۱۱۰ ميليونو ته رسیدلی او ورځنی انډول يې ۱ ميليون او ۷۷۹ زرو ته پورته شوی، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۳۰ زياتوالی ښيي.

 د اګست په ۲۴مې نېټې چين ته د خلکو د تګ راتګ شمېر ۲ ميليونه او ۲۳۷ زره ښودل شوی، چې دغه شمېر په تېرې دوبنۍ رخصتۍ کې تر نورو ورځو زیات و.