د چين دولت رئيس شي جين پینګ د سپتمبر د درېيمې نېټې په مازديګر د بېجينګ د خلکو لوی تالار کې د کينيا له ولسمشر ویليم ساميو روتو سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو ور سره غږيدلی دی.
ولسمشر ويليم ساميو روتو د چين او افريقا د همکارۍ فورم په سرمشريزې کې د ګډون په پار بېجينګ ته تللی دی.
شي جين پینګ له نوموړي سره په ليدنې کې ويلي، چې هېواد يې له کيينا سره اوږدمهاله دوستي لري او يو له بل سره يې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په همکاريو کې د نورو هېوادونو په پرتله مخکښ ګامونه پورته کړي او د متقابل پيوستون په تړاو يې يو لړ لويې نمونوي پروژې بشپړې کړي، چې له امله يې د سيمې اقتصاد او ټولنيز پرمختګ غوړيدلي او خلکو ترې ګټې اخيستې دي.
ویلیم روتو ويلي، د رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شويو مهمو او سترو نړيوالو وړانديزونو د پرمختيایي هېوادونو او د سراسري جنوب ترمنځ د همکاريو او يووالي د پياوړتيا لپاره مهم لارښوونکی رول لوبولی او ټينګ ملاتړ يې ترې ښودلی دی.
نوموړي ويلي، کينيا د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار لري او غواړي له چين سره څو اړخیزې همکارۍ پياوړې کړي او متقابل ملاتړ ورسره ټينګ وساتي.
د مالوماتو له مخې، چين او کينيا به د يادې سرمشريزې په درشل کې د سرمایو او بنسټيزو تأسيساتو په شمول ځينو برخو کې دوه اړخيز همکاريز سندونه هم لاسليک کړي.