د افغانستان کورنيو چارو وزارت د سپتمبر په دوهمې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د همدې ورځې په مازديګر د کابل ښار په دارالامان سیمې کې ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې ۶ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.
د کابل امنيې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ خبري رسنيو ته ويلي، چې په شپږمې ناحيې کې يوه بريدګر پر ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې، چې له امله يې ملکيانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
ځدراڼ په بريد کې وژل شوي کسان ټول ملکيان ياد کړي دي.
د پېښې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي. تراوسه کومې ډلې د دغه بريد پړه نه ده منلې.