د چين دولت رئيس شي‌ جين پينګ د چاد ولسمشر محمد ادريس دېبي‌ سره وليدل
CGTN2024/09/03 15:42:18
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۳مې نېټې په سهار د پلازمېنې بېجينګ د خلکو لوی تالار کې د چاد له ولسمشر محمد ادريس دېبي سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو ورسره غږېدلی دی.

ولسمشر محمد ادريس دېبي‌ د چين او افريقا د همکارۍ فورم په سرمشريزې کې د ګډون په پار بېجينګ ته تللی دی.

دواړو مشرانو اعلان کړی،‌ چې د چين او چاد ترمنځ رسمي اړیکې به ستراتيژیکو همکاریزو اړيکو ته پورته کړي.

شي جين پینګ ویلي، چين او چاد د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ او د چين او افريقا د همکارۍ فورم په چوکاټ کې فعالې او ګډې ګټې لرونکې همکارۍ ترسره کړي او ګڼ شمېر بریاليتوبونه يې تر لاسه کړې دي.

 نوموړي ويلي، چین په تېرو مسلسلو څو کلونو کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د چاد تر ټولو لوی همکار پاتې شوی او  د خپلمنځي همکاريو له لارې يې خلکو ته ګټې رسولې دي.

شي جين پينګ ويلي، چين به له چاد سره يو ځای د دوستانه همکاریو د روحيې له مخې ګډ پرمختګ وهڅوي او  د امنیت نړيوال وړانديز به ورسره پلی کړي، ملي امنيت او ثبات به ورسره وساتي او د سولې د خونديتوب لپاره به ورسره ګډ خدمتونه وکړي.