په پاکستان کې د سختو بارانونو له امله ۲۹۳ تنه مړه شوي
CMG2024/09/03 10:08:50
شريکول:

د پاکستان د طبيعي پېښو مخنيوي ادارې د سپتمبر په ۲مې نېټې په يوه تازه راپور کې ويلي، چې د سږ کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د اګست تر ۳۱مې نېټې پورې په دغه هېواد کې د سختو بارانونو له امله لږ تر لږه ۲۹۳ تنه مړه شوي او ۵۶۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

په راپور کې ويل شوي، چې په تېرو دوو مياشتو کې سختو بارانونو او زورورو سيلابونو د پاکستان پنجاب او خېبر پښتونخوا ايالتونه سخت ځپلي دي او يادو ايالتونو کې يې په جلا جلا توګه ۱۱۲ تنه او ۸۸ تنه وژلي دي.

بر سېره پر دې، سختو بارانونو په پاکستان کې لږ تر لږه ۱۹۵۷۲ کورونه، ۳۹ پلونه او ۱۱۹ کيلومتره سړکونه ويجاړ کړي دي.