د ترکيې د استخباراتو ملي ادارې د سپتمبر په ۳مې نېټې په يوې اعلاميې کې په دغه هېواد کې د اسرائيل د استخباراتي ارګان (موساد) د پانګو مسؤل د نيولو خبر ورکړی دی.
د ځايي خبري رسنيو ويلي، ياد اسرائيلي جاسوس د اګست په ۲۵مې نېټې ترکيې ته تر ننوتلو وروسته د دغه هېواد د استخباراتو ملي ادارې تر څار لاندې و او د همدې مياشتې په ۳۰مې نېټې يې نيولی او توقيف کړی دی.
ترکيې د دغه اسرائيلي جاسوس په بانکي اکونټ کې په لویې کچې د پانګې د غير قانوني انتقال حالت کشف کړی او تر نيول کېدو وروسته یې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
ترکيې د روان کال له جنورۍ راهيسې موساد ته د جاسوسۍ په تور لسګونه شکمن کسان نيولي دي.