چين او افريقا د عصري کېدو پر لارې کومې همکارۍ کړي؟
CMG2024/09/04 15:26:32
شريکول:

يوې چيني تصدۍ یو کال مخکې په کوته ديوا کې د کوکودي پل د جوړونې چارې بشپړې کړې او ځايي خلکو ته يې ډېرې ترافيکي اسانتياوې او کاري فرصتونه برابر کړي او د کوته ديوا د اقتصاد او ټولنې پرمختګ يې هڅولی دی.

چيني تصديو په تېرو لسو کلونو کې د چين او افريقا ترمنځ د همکاريو باکيفيته پرمختګ هڅولی، په افريقا کې د سړکونو، بندرونو او پلونو، زرغونې انرژۍ په شمول يو لړ پروژې يې بشپړې کړي او د افريقا زيات کرنيز توليدات يې چين ته صادر کړي دي.

 د چين دولت رئيس شي جين پينګ څه موده مخکې د افريقا د پنځوسو هېوادونو کارپوهانو ته ځوابي پيغام ليږلی و او پکې يې چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنه ياده کړې ده.

سي جي ټي اېن(CGTN) په دې وروستيو کې  يوه انلاين سروې ترسره کړې ده.

د سروې ۸۶ اعشاريه ۳سلنه افريقايي ګډونوالو له افريقا سره د چين صميمي همکارۍ او نظريې ستايلي او هېله يې ښودلې، چې په نوې زمانې کې د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنه ټينګه او ثابته پاتې شي.

د چين او افريقا د همکارۍ فورم سرمشريزې، چې په بېجينګ کې پرانيستل کېږي، د عصري کېدو د ګډې هڅونې او په لوړې سويې د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې چارو ته نوي فرصتونه برابر کړي.

د چين او افريقا مشران له شپږ کلن ځنډ وروسته يو ځل بيا په بېجينګ کې راغونډ شوي، پر همکاريو به بحثونه وکړي، د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ نوې نقشه به وپنځوي او د ټولې نړۍ د پرمختيايي هېوادونو د سوله ييز پرمختګ لپاره به پياوړی ځواک برابر کړي.

افريقا نيوز پر خپلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې دغه سرمشريزه ښايي د دواړو خواوو د ګډو ګټو پر بنسټ دوامدارو همکاريو پېلېدو ته لاره پرانيزي.

د چين او افريقا همکارۍ فورم ۵۵ غړي هېوادونه لري او په خپل ۲۴ کلن مزل کې د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکاريو د بېلګې او له افريقا سره د نړيوالو همکاريو د لارښوونې بیرغ بلل کيږي.

د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ ولې په غځېدو دي؟

د دې پوښتنې ځواب اسانه دی، ځکه دواړه لوري ازادي پېژني او د عصري کېدو د پرمختګ او د پرمختيايي هېوادونو د ګډو ګټو د ساتلو او د نړيوال عدالت د پلې کولو ګډې دندې لري.

چين او افريقا د استعمار او امپرياليزم ضد مبارزو کې ګډې هڅې کړي او د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره یې قربانۍ ورکړې دي. چينايان به دا هیڅ هېر نه کړي، چې افريقایي هېوادونو په ملګرو ملتونو کې د چين د قانوني څوکۍ د اعاده کولو لپاره هڅې او په مرکزي ګټو کې يې له چين څخه ټينګ ملاتړ کړی دی. په ورته وخت کې چين هم په نړيوالو چارو کې له افريقا څخه ملاتړ کړی، د شلو هېوادونو ډلې کې يې د افريقايي ټولنې د ګډون پلويتوب کړی او تر وسې پورې يې ورسره مرستې کړې دي.

د افريقا عامه افکار په دې اند دي، چې چين د استعمار هڅې نه کوي، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې او زور نه کاروي، د کوچنيو هېوادونو درناوی کوي او خپلو ژمنو ته د عمل جامه اچوي.

بېجينګ اوسمهال چيني شکله عصريتوب ته هراړخيزه وده ورکوي او د افريقا ليګ «د ۲۰۶۳م کال اجنډا» د تر سره کېدو هڅونه کوي.

چين او افریقا د لوړې سويې د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې لپاره د عصري کېدو بهير پرمخبيايي.

چين په وروستيو کې يو راپور «د چين او افريقايي هېوادونو د کمربند او لارې ګډه جوړونه» خپور کړی، چې له مخې يې په افريقا کې په تېرې یوې لسیزې کې د چيني تصديو د قراردادي پروژو مجموعي ارزښت له ۷۰ميليارډو ډالرو څخه زيات و او اړوندو پروژو يې څه باندې ۹۰۰ ميليونو افريقايانو ته ګټې رسولي او د ځايي اقتصاد او ټولنې پرمختګ ته يې وده ورکړې ده.

د نوي کيفيت توليدي ځواک اوسمهال په رسنیو کې د چين د باکيفيته پرمختګ لپاره ډېر ښکته پورته کيږي او دا د چين او افريقا د همکاريو د کيفيت او کچې لوړتيا لپاره هم ګټور بلل کيږي.  

شمېرې ښيي، افريقا ته د چيني موبيلفونونو او د پاکې انرژۍ موټرو په شمول د صادرونکو توليداتو اندازه پر له پسې زياتېږي، د ورېښمو لارې انلاين سوداګري په افريقا کې ډيجيټلي نوښت هڅوي او د چين او کينيا ”د افريقا سيليکون والې(Silicon Valley)“ د افريقا له ډيجيټلي بهير سره مرسته کوي.

 د جنوبي افريقا کپ ټاون پوهنتون استاد محمد پاتير رسنيو ته ويلي، چې د چين او افريقا همکاريو نه يوازې د افريقا بڼه، بلکې د نړيوالو همکاريو بڼې هم بدلې کړي او په نړۍ کې يې د افريقا مقام لوړ ساتلی دی.