د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي د سپتمبر د ۳مې نېټې په شپه په يوې ويډيويي وينا کې ويلي، چې د دغه هېواد پر پولتاوا ايالت توغنديز بريد کې لږ تر لږه ۵۱ تنه وژل شوي او ۲۷۱ تنه ټپيان دي.
ولسمشر زيلنسکي دا هم ويلي، چې روسي ځواکونو په همدې ورځ د اوکراين پر پولتاوا ايالت دوه بالستيک توغندي ويشتلي دي او د هېواد اړوندې ادارې یې د پېښې په ځايونو کې پر کارونو بوختې دي او تر وسې پورې به د وګړيو ژوند وژغوري.
د ده په خبره، د قانون پلې کولو اداره او د ملي دفاع وزارت اوس د دغه بريد په اړه پلټنې کوي.