شي جين پينګ د زامبيا له ولسمشر هيچيليما سره وليدل
CGTN2024/09/04 16:16:32
شريکول:

د چين دولت رئیس شي جين پينګ د سپتمبر د څلورمې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې د خلکو لوی تالار کې د زامبيا له ولسمشر هيچيليما سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو ورسره غږیدلی دی.

شي جين پينګ له زامبیايي سیال سره په خبرو کې ويلي، چين به له زامبيا سره پراختيايي فرصتونه شريک کړي او خپلې تصدۍ به وهڅوي، چې له زامبيا سره د نوې انرژۍ، د اوبو سرچېنو د پراختيا او د برېښنا د توليد په برخو کې همکارۍ او د دغه هېواد او افریقا په صنعتي او عصري کېدو کې مرسته وکړي.

نوموړي ويلي، زامبيا په ۲۰۰۰م کال کې د چين او افریقا د همکارۍ فورم د جوړېدو لپاره مهم رول لوبولی او چين غواړي له زامبيا او نورو افريقايي هېوادونو سره  د دغه فورم د جوړېدونکې سرمشريزې د برياليتوب لپاره ګډې هڅې وکړي او خپلمنځي اړيکې يې په خوځښت راوالي.

هيچيليما ويلي، هېواد يې د يو چين پېژندې پر اصل ټينګار لري، غواړي هراړخيزې همکارۍ ورسره  ژورې او پراخې کړي، د خپلمنځي هراړخيز ستراتېژيک مشارکت سويه يې لوړه کړي او هيله يې ښودلې، چې چيني تصدۍ په زامبيا کې ډېرې پانګونې وکړي.

نوموړي ويلي، چين سوله خوښونکی هېواد دی او د نړيوالې سولې او ثبات لپاره رغنده رول لوبوي او زامبيا په نړيوالو چارو کې د چين لارښوونکی رول ستايي او غواړي په څواړخيزو پلاټفورمونو کې ورسره همغږي تقويه کړي.