د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسي: د انرژۍ د تاسيساتو د ساتلو په پار به له اوکراين سره مرسته وکړو
CMG2024/09/04 10:17:07
شريکول:

د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د سپتمبر په ۳مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې دغه سازمان به له اوکراين سره د ذروي امنيت د تامين په پار مرسته وکړي او د انرژۍ د مهمو زېربناوو د خونديتوب لپاره به لا اغېزمن اقدامات ونيسي.

اعلاميه وايي، په اوکراين کې د انرژۍ د زېربناوو پر ضد توغنديزو بريدونو د څو اټومي رياکتورونو او برېښنايي شبکو ترمنځ اړيکې غوڅې کړي او د دغه هېواد اټومي برېښناکوټونو ذروي امنيت ته يې ګواښونه رسولي دي.

د اعلاميې له مخې، د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسي به ډېر ژر د فرعي ټرانسفورماتور ويجاړو مرکزونو ته د کارپوهانو ډله ولېږي، پر ځای به يې اړوند حالت وارزوي او د راتلونکو ممکنو اقداماتو په اړه به يو څېړنيز راپور يادې ايجنسۍ ته وړاندې کړي.