شي جين پينګ د تانزانيا له ولسمشرې سميه حسن سره وکتل
CMG2024/09/04 16:12:33
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د څلورمې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې د تانزانيا له ولسمشرې سميه سولوهو حسن سره کتلي دي.

سیمه حسن د چين او افريقا د همکاريز فورم په سرمشريزې کې د ګډون په موخه بېجينګ ته تللې ده.

شي جين پينګ له نوموړې سره په لېدنې کې د چين او تانزانيا اړيکې د پرمختيايي هېوادونو د پرمختګ او پراختيا له تاريخي جريان سره سمې بللي او په خبره یې، اړيکې يې د مکفورې ارزښت او لارښوونکی رول لري او چين غواړي له تانزانيا سره په ګډو هڅو خپلمنځي اړيکې د چين او افريقا د اړيکو او د پرمختيايي هېوادونو د همکاريو نمونه وګرځوي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره لا نور خدمتونه وکړي.

سميه حسن له چيني سیال سره په خبرو کې د کمربند او لارې پېشنهاد لوړه ستاينه کړې او خوښي یې ښودلې، چې د خپل سفر په ترڅ کې يې له نوموړي سره د تانزانيا – زامبيا اوسپنيزې لارې د پرانېستلو او ګټې اخيستلو شاهده پاتې شوې ده.

نوموړې ويلي، تانزانيا غواړي له چين سره د کمربند او لارې په ابادۍ کې همکارۍ وکړي، څو خلک يې ترې رښتينې ګټې واخلي.