د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپټمبر د څلورمې نېټې په سهار د بيجينګ د خلکو په لوی تالار کې د سيراليون له ولسمشر جوليوس ماډا بيو سره وکتل.
هغه د چين او افريقا تر منځ د همکارۍ فورم په بېجينګ سرمشريزه کې د ګډون لپاره چین ته راغلی دی.
شي جين پينګ په دې لیدنه کې وویل، چې د چين او افريقا تر منځ د همکارۍ فورم د دواړو خواوو د خلکو لخوا د ګډو بحثونو، ګډې ابادۍ او شراکت پر بنسټ جوړ شوی، چې نه يوازې د دواړو خواوو تر منځ د واقعي همکاريو د پرمخبيولو اغيزمن ميکانيزم دی، بلکې د پرمختيايي هېوادونو تر منځ د همکاريو يو بيرغ ګرځيدلی دی. يقين دی چې د دواړو خواوو تر ګډو هڅو لاندې به دغه سرمشريزه غونډه د افريقا د بېلا بېلو هېوادونو عصري کېدل وهڅوي او د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به نوي خدمتونه وکړي.
بيو شي جين پينګ ته وويل: محترم رئيس، زه ستاسو په مشرۍ د چين هېواد د پرمختګونو او ستاسې لارښوونه ستایم، تاسې د نړيوالې سولې او خونديتوب لپاره ستر خدمتونه کړي. موږ دې سرمشريزې ته په تمه يوو. زه تکراروم چې سيراليو او چين یو د بل د باور وړ ملګري دي. موږ غواړو په دوه اړخيزو او څو اړخيزو کچي له چين سره نږدې همکارۍ وکړو.