سروې: افريقايي ځوانان د چين او افريقا د همکاريو لاسته راوړنې ستايي
CMG2024/09/04 10:11:34
شريکول:

سي جي ټي اېن (CGTN) د چين ژنمين پوهنتون سره په ګډې همکارۍ د کمېرون، بوتسوانا او مصر په شمول لسو افريقايي هېوادونو کې سروې کړې او  ۱۰۱۲۵ ځوانان یې د چين او افريقا د همکاريو په اړه پوښتلې دي.

په سروې کې د۳۷۱۰  ګډونوالو ځوانانو عمرونه له ۱۸ تر ۲۴ کلونو پورې ښودل شوي دي.

د سروې پايله ښيي، چې ياد افريقايي ځوانان د چيني شکله عصري کېدو مفکورې او لاسته راوړنو ته په درنه سترګه ګوري او په نوې زمانې کې د چين او افريقا ترمنځ د همکاريو ستاينه او تمه يې څرګنده کړې ده.

 د سروې ۹۸،۷٪ ګډونوالو ځوانانو چين يو بريالی هېواد، ۹۶،۱٪ ګډونوالو ځوانانو چين يو مهم هېواد او ۹۴،۴٪ ګډونوالو ځوانانو چين د درناوي وړ هېواد بللی او ۹۶،۷٪ ګډونوالو ځوانانو بیا د سيلانۍ، زده کړې او يا لېدنې لپاره چين ته د ورتګ هيله څرګنده کړې ده.

د سروې ۹۷،۱٪ ځوانو ګډونوالو چين يو اقتصادي ځواکمن هېواد بللی، ۹۸،۲٪ ځوانانو د چين د اقتصاد دوامدار چټک پرمختګ ستايلی دی او ۹۵،۸٪ ځوانانو بیا ويلي، چې د چين اقتصاد د نړيوال اقتصاد د سمسورتيا لپاره لوی خدمت کړی دی.

بر سېره پر دې، د سروې۹۹٪ ځوانانو د چين د ټېکنالوژيک ظرفيت ستاينه کړې ده.