د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپټمبر د څلورمې نېټې له غرمې وروسته د بيجينګ د خلکو په لوی تالار کې د کامرون له ولسمشر پاول بيا سره وکتل.
هغه د چين او افريقا تر منځ د همکارۍ فورم په بېجينګ سرمشريزه غونډه کې د ګډون لپاره چین ته راغلی دی.