شي جین پينګ: چین به له افریقا سره د شپږو برخو د عصري کېدو لپاره همکارۍ وکړي
CMG2024/09/05 14:45:56
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د سپتمبر په ۵مې نېټې د بېجینګ د خلکو په لوی تالار کې د چین او افریقا د همکارۍ فورم د بېجینګ سرمشريزې په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون او وینا کړې ده.

نوموړي ويلي، چين به له افريقايي هېوادونو سره د عدالت او مساوات، پرانیستنې، خلکو ته لومړیتوب، ټولشمولیتوب، د ایکولوژیکي چاپېریال ساتنې او د امنیت تضمین په برخو کې د عصري کېدو همکارۍ وکړي.

په یادې سرمشریزې کې ((په نوې زمانې کې د چین او افریقا د هر فصل د ګډ برخلیک ټولنې د جوړونې په اړه د بېجینګ اعلامیه)) او ((د چین او افریقا د همکاریز فورم- د بېجینګ عملي پلان (2025-2027) )) تصویب شوي دي.