د ترکيې ولسمشر رجيب تایب اردوغان د سپتمبر په ۴مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې ترکيه او مصر د فلسطين مسئلې په اړه ګډ دريځ لري.
اردوغان په همدې ورځ په پلازمېنې انقرې کې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره ليدلي او د دواړو خواوو ترمنځ پر اړيکو او د فلسطين او اسرائيل د وضعيت په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.
نوموړي له خپل مصري سیال سره تر لېدنې وروسته يوې خبري ناستې ته ويلي، په منځني ختېځ کې د فلسطين مسئله د ترکيې او مصر لپاره لومړيتوب لري او دواړه هېوادونه پر دې اند دي، چې اسرائيلي ځواکونه باید لومړی پر غزې تړانګې بريدونه پای ته ورسوي او ورپسې دایمي اوربند ته باید لاره هواره کړي.