چين د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ له ابادوونکو هېوادونو سره د پوهې د ملکیت حق همکارۍ پیاوړی کوي او د پوهې د ملکیت او تخنیک تبادلې ورسره زياتوي.
د پوهې ملکیت د چین او د کمربند او لارې د ابادوونکو هېوادونو ترمنځ د ګډ نوښت او یو بل سره د تبادلې یو مهم پل جوړوي.
د چين د پوهنې ملکيت حق ملي ادارې د نړیوالو همکاريو مرستیاله شینګ لي د سپتمبر په ۴مې نېټې رسنیو ته ویلي، چې ادارې يې تر اوسه د کمربند او لارې د ګډو ابادوونکو ۵۷ هېوادونو سره د پوهنې ملکیت حق د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي دي.
نوموړې ويلي، ورته تبادلې د برېکس، چين – مغولستان - روسيې، چين - افريقا او چين - لاتينې امريکا په شمول د څو اړخيزو په چوکاټونو کې هم ژورې شوې دي.