د سوداګرۍ نړيوال سازمان د سپتمبر په ۴مې نېټې په تازه راپور کې ويلي، چې د ۲۰۲۴م کال په دريېمې ربعې کې د توکو نړيواله سوداګري د سمسورتيا په حال کی ده.
په ياد راپور کې د توکو او مالونو د نړيوالې سوداګرۍ د فعاليتونو شاخص ۱۰۳ ښودل شوی، چې تر ميعاري سويې (۱۰۰) سلنه زياتوالی ښيي.
د سوداګرۍ نړيوال سازمان د روان کال په مارچ کې يو راپور خپور کړی و، چې له مخې يې د مالونو د نړيوالې سوداګرۍ د فعاليتونو شاخص ۱۰۰.۶ ښودل شوی و.
شمېري ښيي، د ۲۰۲۴م کال په دوهمې او دريېمې ربعې کې د مالونو د نړيوالې سوداګرۍ اندازه د لوړېدو په حال کې ده.