د امريکا د جيورجيا ايالت پوليسو د سپتمبر په څلورمې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې په همدې ورځ د دغه ايالت د بارو ولسوالۍ په يوه ښوونځي کې د ډزو پيښه شوې، چې له امله يې ۴ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپيان شوي دي.
پيښه د بارو ولسوالۍ په اپالاچي ښوونځي کې شوې، چې د دغه ايالت له مرکز اتلانتا څخه شاوخوا ۷۲ کيلو متره واټن لري.
پوليسو د پيښې په تړاو يو شکمن کس نيولی او ويلي يې دي، چې ياد کس د همدغه ښوونځي زده کوونکی دی.