پر چيني توکو د کاناډا له لوري د تعرفو لوړول د متحدو ايالتونو لوبه ده
CGTN2024/09/05 14:05:38
شريکول:

د اګسټ په ۲۶مه نېټه کاناډايي حکومت اعلان وکړ چې له چين څخه په وارداتي برېښنايي موټرو، پولادو او المونيمو به تعرفې لوړې کړي. د اکټوبر له لومړۍ نېټې وروسته به د چين پر برېښنايي او هايبريډ موټرو، بسونو، لاريو او کوچنيو بار وړونکو موټرو سل سلنه تعرفه ولګوي او د اکټوبر له ۱۵مې نېټې وروسته به د چين پر پولادي او المونيمي توکو تعرفه هم ۲۵ سلنه لوړه کړي.

د دې لوبې تر شا د چا لاس دی؟

د کاناډا له اقدام ښکاري چې دغه هېواد د چين پر وړاندې د تعرفو په مسئله کې له متحدو ايالتونو سره لاس يو کړی دی. د متحدو ايالتونو ولسمشر جوبايډن د روان کال په مې مياشت کې د چين پر وارداتي توکو سل سلنه تعرفه ولګوله. د کاناډا لومړي وزير جسټېن ټروډو د اګسټ په ۲۵مه نېټه د متحدو ايالتونو د ملي امنيت له سلاکار جک ساليوان سره وکتل او په ورپسې ورځ یې د چين پر وارداتي توکو د تعرفې د لوړولو اعلان وکړ.

د اسوشيټيډ پرېس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، جک ساليوان ټروډو د چين پر وارداتي توکو د تعرفي لوړولو ته راضي کړ او ويې ويل چې د چين پر وارداتي توکو د تعرفو لوړول د ټولو په ګټه دي.

د کاناډا د لومړي وزير مرستيالې او د مالیې وزيرې کريسټيا فريلانډ هم د دغه دريځ ننګه وکړه او ويې ويل: چين د خورا ډير توليد او خورا ډيرې عرضې دولتي پاليسي پر مخ بيايي څو زموږ صنعت له منځه يوسي. موږ به اجازه ورنه کړو چې د برېښنايي موټرو صنعت مو په دې ډول له منځه يووړل شي.

کاناډا ادعا کوي چې خپلواک تجارتي سياست پر مخ بيايي؛ خو په حقیقت کې د دغه هېواد تجارتي سياستونه د متحدو ايالتونو له لوري لوبول کيږي. د چين د موټرو صنعت مخ پر وړاندې روان دی. رسمي احصائيه ښيي چې په ۲۰۲۳م کال کې چين ۹.۴۹۵ ميليونه د نوې انرژۍ موټر پلورلي وو چې د نړۍ د پلورل شويو ټولو دغه ډول موټرو شپېته سلنه برخه جوړوي. د چين د موټرو د صنعت دومره وده د دې سبب شوې چې متحد ايالتونه یې د ځپلو لپاره اقدام وکړي.

پر تعرفو سربېره، کاناډا په وروستيو کلونو کې په نورو نړيوالو مسايلو کې هم د متحدو ايالتونو پر پلونو پل ږدي. په ۲۰۱۸م کال کې د چين او متحدو ايالتونو تر منځ د ټکنالوژۍ د تقابل پر مهال هم کاناډا په وانکوور کې مېشته د هوواوې د مالي چارو مشره توقيف کړه او د چين – کاناډا اړيکې یې له بحران سره مخ کړې.

کاناډا دغه راز د متحدو ايالتونو، بريټانیې، اسټراليا او نوي زيلاند د تش په نوم «پنځو سترګو» اتحاد غړی هېواد دی چې متحدو ايالتونو ته په نړيواله کچه د استخباراتي معلوماتو د راټولولو دنده پر مخ بيايي.

اصلي ګټونکی څوک دی؟

د سوداګرۍ مطلق حجم ته په کتو، د کاناډا لوړې تعرفې پر چين د ګوزار پر ځای پخپله دغه هېواد ته لوی زيان اړوي. کاناډا د چيني توکو لپاره لوی بازار نه دی. د چين د ګمرکونو د عمومي ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې د چين د برېښنايي موټرو صادرات ۴۱.۸۱۲ ميليارده ډالره وو چې يوازې ۴ سلنه یې کاناډا ته شوي وو.

خو د کاناډا لپاره، د چين پر برېښنايي موټرو د تعرفو لوړول خپلې پښې په تبر وهل دي. د کاناډا حکومت ژمنه کړې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به په هغه هېواد کې د ټيټ کاربن موټرو شمېر شپېته سلنې ته او په ۲۰۳۵م کال کې سل سلنې ته رسوي. خو د ۲۰۲۳م کال احصائيه ښيي چې تر دې مهاله په کاناډا کې چليدونکي يوازې يوولس سلنه موټر برېښنايي يا د لږ کاربن خپروونکي دي. د دې مطلب دا دی چې په کاناډا کې برېښنايي موټرو ته تقاضا خورا ډيره لوړېدونکې ده.

په داسې حال کې چې د کاناډا د موټرو صنعت په يوازې ځان د هغه هېواد اړتيا نه شي پوره کولی نو د چين پر وارداتي موټرو د تعرفو سل سلنه لوړول به د موټرو بیې لوړې کړي چې زيان به یې د کاناډا عام خلک وګالي. پر دې سربېره، نړۍ د زرغون بدلون پر لوري چټک ګامونه اخلي، په داسې وضعيت کې پر برېښنايي موټرو د تعرفو لوړول د اقليمي بدلون د مخنيوي د هڅو پر وړاندې د خنډونو جوړول ګڼل کيدای شي.

څوک اصولي لوبه کوي؟

که کاناډا غواړي چې د برېښنايي موټرو صنعت یې وده وکړي، بايد عادلانه سيالۍ ته مخه کړي، ځکه ټکنالوژيکي مخکښتوب د چيني موټرو د صنعت د مخکښتوب مهم راز دی. نوښت، د اکمالاتو ښه کړۍ او په بازار کې ښه سيالي هغه څه دي چې د چين برېښنايي موټرو ته یې په بازار کې لوی نوم ورکړی دی. دا هر څه په هغو سبسايډيو ممکن دي چې لويديځوال یې ادعا کوي.

د نوښتونو په برخه کې؛ اروپا ته د چين د سوداګرۍ خونې او د چين د اقتصادي معلوماتو د خدمتونو ادارې له لوري د ليکل شوي راپور «زرغونې اروپا» د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې د نوې انرژۍ موټرو په برخه کې ۷۰ سلنه نوښتونه او اختراعات چيني کمپنيو ثبت کړي وو.

د اکمالاتي ځنځير په برخه کې، چين يوازينی هېواد دی چې د ملګرو ملتونو د صنعتي ګروپ بنديو پر بنسټ د خپلو ټولو صنعتي کټګوريو مالکيت لري. دې چارې د چين صنايع په تېره لسيزه کې تر ټولو لوړ مقام ته رسولي وو.

د بازار د اصولو په برخه کې؛  چين پرانيستي بازار او د متحدو ايالتونو په مخکښۍ د لويديځو هېوادونو له فشارونو سره سره عادلانه رقابت ته ژمن دی. په ۲۰۰۱ کال کې د سوداګرۍ له نړيوال سازمان سره تر يو ځای کېدو وروسته چين په لومړيو پنځو کلونو کې پر وارداتي موټرو تعرفه ۲۵ سلنې ته راکمه کړه. په ۲۰۱۸م کال کې یې دا تعرفه لا ډيره راټيټه او ۱۳.۸ سلنې ته یې را کمه کړه؛ په داسې حال کې چې پر پرزه جاتو تعرفه یې يوازې شپږ سلنه کړه.

د لويديخ له فشارونو سره سره، چين د عادلانه سيالۍ او د نړيوالو پر مخ د خپلو بازارونو پرانيستې ته ژمن دی. د نړۍ مخکښ موټر جوړوونکي په چين کې د خپلو پانګونو په ډيرولو سره چيني بازار ته د باور رايه ورکوي.

د چين برېښنايي موټر نه يوازې نړيوالو ته لا ډير انتخابونه ورکوي، بلکې د نړۍ هېوادونو ته د زرغون بدلون پر لور د تګ او پايداره انکشاف زمينه هم برابروي. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي پخوانی مرستيال ايريک سولهيم پر دې باور دی چې چين د زرغون بدلون او نوې انرژۍ د تحرک لپاره خورا مهم هېواد دی.

په ورته وخت کې ځينې لويديځ هېوادونه د عادلانه سوداګرۍ په نوم د سياسي امتيازونو د ترلاسه کولو په هڅه کې دي. اوس بايد وويل شي چې څوک واقعاً د اصولو پر بنسټ لوبه کوي؟