شي جين پينګ: چین به په لسو برخو کې له افریقا سره په همکارۍ د عصري کېدو بهیر پرمخبوزي
CMG2024/09/05 11:02:25
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د سپتمبر په ۵مې نېټې د بېجینګ د خلکو په لوی تالار کې د چین او افریقا د همکارۍ فورم د سرمشرۍ په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون او وینا کړې ده.

نوموړي ويلي، د چین او افریقا نفوس د نړۍ یو پر درېيمه برخه نیسي او د چین او فریقا له عصريتوب پرته، د نړۍ عصري کېدا نشي پلې کېدای او په خبره یې، چين به په راتلونکو ۳ کلونو کې له افریقا سره د تمدن تبادلې، سوداګرۍ او کاروبار، د تولیدي ځنځیر د همکارۍ، د پرمختګ او ابادۍ، د کلتوري تبادلې، د زرغون پرمختګ او د امنیت ساتنې په شمول لسو برخو کې له افریقا سره د عصري کېدو بهیر پرمخ بوځي او خپلمنځي همکارۍ به ورسره ژورې کړي.