د چين دولت رئيس شي جين پينګ او مېرمن يې پنګ لي يوان د سپتمبر د ۴مې نېټې په ماښام د پلازمېنې بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د هغو افريقايي او نړيوالو مېلمنو لپاره د هرکلي مېلمستيا کړې، چې د چين او افريقا د همکارۍ فورم په سرمشريزې کې د ګډون په موخه بېجينګ ته تللي دي.
شي جين پينګ يادې مېلمستيا ته په وينا کې ویلي، هغه هر ځل ډېر خوښ وي، چې له افريقايي ملګرو سره ګوري او په خبره یې، د چين او افريقا د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ بنسټ ښه راتلونکی لري او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ ښه بېلګه يې جوړه کړې ده.
د هغه په وينا، چين او افريقا د تېرې پيرۍ له نيمايي راهيسې د امپرياليزم ضد، د استعمار ضد او د زورواکۍ ضد مبارزو کې او د پرمختګ او عصري کېدو پر لارې ګډې هڅې کړې دي.
نوموړي زياته کړې، د نړۍ حالات که هر څنګه بدليږي، د چين او افريقا ترمنځ دوستي به پراخه او غوړيږي.