پنګ لي يوان د سنيګال د ولسمشر مېرمنې ماري خوني فايې ته د چای مېلمستيا وکړه
CMG2024/09/05 11:44:05
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن پنګ لي يوان د سپتمبر د څلورمې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجينګ کې د سنيګال د ولسمشر مېرمنې ماري خوني فايې ته د چای مېلمستيا وکړه.

اغلې پنګ لي يوان د مېرمن ماري تود هرکلی وکړ او ويلي يې دي، چې چين او سنيګال دوستانه اړیکې لري او هيله يې ښودلې، چې د ښځو د ښوونې او روغتيا په برخو کې له ماري سره تجربې شريکې کړي او د چين او افريقا ښځينه چارو ته پرمختګ ورکړي.

اغلې ماري د مېرمن پنګ لي يوان هلې ځلې ستايلې او ويلي يې دي، چې اغلې پنګ لي يوان له اوږدې مودې راهيسې د سنيګال په شمول د افريقايي هېوادونو ښځو او ماشومانو ته پاملرنه کړې ده.

نوموړې هيله ښودلې، چې له پنګ لي يوان سره د دواړو هېوادونو د دوستۍ او همکاريو د پياوړتيا لپاره ګډ کار وکړي او د دواړو هېوادونو د خلکو تګ راتګ زيات کړي.