شي جين پينګ: چين به پر لږ پرمختللو هېوادونو د صفر تعرفې تګلاره غوره کړي
CMG2024/09/05 21:23:12
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپټمبر د ۵مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې د پرانيستې په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

شي جين پينګ ويلي، چين به په يواړخيزه ډول د خپل بازار ورخلاصون پراخ کړي او د ۳۳ افريقايي هېوادونو په شمول به پر هغو لږ پرمختللو هېوادونو چې له چين سره يې سياسي اړيکې ټينګې کړې، د صفر تعرفې تګلاره غوره کړي، څو د چين لوی بازار افريقا ته د پراختيا لوی فرصت برابر کړي.