په شينجيانګ کې د هنرمندانو( شيا ګا) ډله د موسيقۍ د ارمان په لټه ده
CRI2024/09/05 15:31:11
شريکول:

د شينجيانګ د بورتالا د مغولي قوم کورواکې سيمې کې د شيا ګا په نوم د موسيقۍ يوه ډله فعاليت کوي، چې د سیمې د خلکو پام يې ځان ته اړولی دی.

شيا ګا په مغولي ژبې کې د پسه د ښنګري مانا لري او د موسیقۍ دغه ډله د موسيقي له لارې له نړۍ سره اړيکې ټينګوي.

د موسيقۍ يادې ډلې په غړو کې شپون او د رسټورانټ څښتن او د سياحتي ځايونو کارکوونکي شامل دي. هغوی له کارونو وروسته د موسيقۍ د ارمان د پوره کولو په لټه دي، د مغولي قوم ځانګړې موسيقې ته وده ورکوي او پدې هيله دي، چې نور خلک د دوی په کلتور پوه او خوښ يې شي.