اوپيک د نفتو د توليدي اندازې د کمېدو تدبيرونه د نومبر تر پايه وغځول
اوپيک د سپتمبر په پنځمې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د دغه سازمان غړو هېوادونو او څو غير غړو هېوادونو پرېکړه کړې، چې د نفتو د توليدي اندازې د کمېدو په تړاو تدبيرونه به د راتلونکی نومبر تر پايه وغځوي.
ټاکل شوې وه، ياد تدبيرونه د روانې میاشتې تر اخره پای ته ورسېږي چې ورځنۍ توليدي اندازه يې دوه ميليونه او دوه لکه بېلره ده.
اعلاميه وايي، د تېلو لوی توليدوونکي هېوادونه به د ډسمبر له پيل څخه د نفتو تولیدي اندازه اعاده کړي.
د سعودي عربستان، روسيې، عراق او عربي متحده اماراتو په شمول د اوپيک غړو په ګډون ۸ هېوادونو په همدې ورځ انلاين غونډه ترسره کړې او ياده پرېکړه يې پکې کړې ده.