امنيت شورا په کابل کې ترهګريز بريد وغانده
CMG2024/09/06 09:50:19
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د سپتمبر په ۵مې نېټې په يوې اعلاميې کې د افغانستان په پلازمېنې کابل کې د سپتمبر د ۲مې نېټې ځانمرګی بريد غندلی دی.

د امنيت شورا غړو ترهګري نه يوازې د افغانستان، بلکې د نړيوالې ټولنې د خونديتوب لپاره هم سخت تهديد بللی او پر دې يې ټينګار کړی، چې د ترهګريزو بريدونو عملي کوونکو، تنظيمونکو او مالي ملاتړ کوونکو ته بايد سخته سزا ورکړل شي.

په کابل کې د سپتمبر د ۲مې نېټې په ماسپښين یو ځانمرګي بريد وشو، چې له امله يې ۶ تنه ووژل شول او ۱۳نور ټپيان شول.

داعش د دغه بريد پړه پرغاړه اخيستې ده.